د انار په نړيوال نندارتون کې د مالیې وزارت استازو ګډون کړی.
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست استازو د کندهار ولایت په «دنیا سالون» کې د انارو په ملي او نړيوال نندارتون کې ګډون کړی دی.
دغه درې ورځنی نندارتون د صنعت او سوداګرۍ ریاست لهخوا د خصوصي سکتور د هڅونې او ملي تولیداتو د ملاتړ په موخه پیل شوی، چې د عقرب پر ۱۹مه نېټه رسماً پرانیستل شو.
د عوایدو لوی ریاست استازو په دې نندارتون کې د مالیاتو د عامه پوهاوي لپاره ځانګړې غرفه جوړه کړې ده، چې په هغې کې د مالیاتي نظام اړوند کتابونه، مجلې، بروشرونه او د افغانستان مالیاتي پروفایل نندارې ته وړاندې شوي او نندارهچیانو ته هم وېشل شوي دي.
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست مسؤلین وايي، یاد ریاست د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره له هر ډول فرهنګي او اقتصادي فرصت څخه ګټه اخلي، څو د مالیې راټولولو بهیر لا اغېزمن، ملي بودیجه قوي او د خلکو لپاره د خدماتو کیفیت ښه شي.
ټاکل شوې ده چې نندارتون د عقرب تر ۲۱مې نېټې دوام ولري، او د عوایدو لوی ریاست استازي به د ګډونوالو پوښتنو ته د افغانستان د مالیاتي نظام او پروسو په اړه مفصل ځوابونه ورکړي.


