slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

پرون یکشنبه( ۴/ ۱۱/ ۱۴۴۶ ) د اوروژنې دا څانګه د دې ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې پرانیستل شوه، چې په اړه یې د همدې  ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ په کاري دفتر کې تېره ورځ غونډه نیول شوې وه. د خبر پاڼې په حواله  دا مدیریت به له یوه آمر پرته اووه‌لس(۱۷) کسه کاري پرسونل ولري. خبر وړاندې وايي، چې  دا څانګه د سوداګرو او مسولینو په غوښتنه په دې ولسوالۍ کې فعاله شوه ترڅو پر وخت د سیمې خلکو ته رسېدنه وکړی شي.

د خان اباد ولسوال قاري هجرت الله نصرت د ولایت مقام او امنیه قومانداني له دغه اقدام څخه په بشپړ ډول خوښې څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې دا څانګه به شپه او ورځ د ولس په خدمت کې وي.

د یادونې وړده چې یادې څانګې ته قاري محمد جاوید بلال د مسؤلینو له لورې د آمر په توګه ور وپېژندل شو.