slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ولایت مقام استازی د دفتر رئیس استاد ذبیح الله «حقمل»، علماوو، سپین ږیرو، د صنعت او کانونو خونې مسؤولینو، او یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو په ګډون «وارث انصار» د اوړو فابریکې په خپل فعالیت پیل وکړ.

دې مراسمو کې علماوو د اسلام له نظره د تجارت او تولید پر اهمیت خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې تجارت باید د اسلام د اصولو او لارښوونو مطابق ترسره شي.

 د «وارث انصار» فابریکې رئیس د اسلامي امارت د مسؤلینو له همکارۍ څخه مننه وکړه او روښانه یې کړه چې دوه نیم میلیونو ډالرو په ارزښت پانګونه شوې ده، چې هره ورځ به ۲۵۰ ټنه اوړه تولیدوي. د ویلو وړ ده، چې په دې فابریکه کې ۱۰۰ تنو ته په مستقیم ډول او سلګونو نورو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس ملا حمیدالله «نثار» وویل: نن ورځ په افغانستان کې د هر ډول پانګونې زمینه برابره ده او  اسلامي امارت د پانګه والو د امنیت او اسانتیاوو لپاره ټوله هڅه کوي.

د غزنی ولایت صنعت او کانونو رئیس حاجي عبدالرحمن «رحماني» وویل: اسلامي امارت د اوړو وارداتو کې ۱۰ سلنې ته او د غنمو مالیه صفر ته راټیټه کړې چې دا خپله د صنعتکارانو د ملاتړ څرګندونه کوي.

د ولایت مقام د دفتر رئیس او استازی استاد ذبیح الله «حقمل»، د څو بریښنایي پروژو یادونه وکړه چې له تطبیق وروسته به یې د صنعت کارانو اساسي ستونزې حل شي او د مقام لخوا یې د اقتصادي، امنیتي او استخباراتي مسؤلینو په ګډون د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.