په تخار کې د یوه ۷۰کلن کس د قتل په تور درې تنه نیول شوي.
ددې ولايت د پوليسو وياند قاري ذبيح الله حکيمي پوليس راډیو ته ويلي، چې لا تر اوسه نهده معلومه، چې یاد کس څنګه او ولې وژل شوی؛ خو امنيتي ځواکونو خپلې هلې ځلې پيل کړي، ترڅو د قتل انګيزه معلومه کړي.
همدا راز سرچینې ويلي، چې تورن کسان د تخار ولايت د مرکز تالقانو د مال بازار سیمې اصلي اوسیدونکي دي او قضيه يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې ده.