slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د روسیې امنیتي چارواکو په مسکو کې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) اړوند د جاسوسۍ یوه شبکه کشف او یو کس یې نیولی دی.

سرچینو ویلي، نیول شوی کس هڅه کوله چې د روسیې د هوايي دفاع سیسټمونو او پوځي هیلیکوپټرونو تخنیکي معلومات د پاکستان استخباراتي ادارې ته انتقال کړي. د عملیاتو په ترڅ کې له هغه سره د روسیې د پوځي ترانسپورټي هیلیکوپټرونو په اړه نور حساس معلومات هم ترلاسه شوي دي.

د امنیتي سرچینو په وینا، دغه پېښه د پاکستان او روسیې د وروستیو څو میاشتو د اړیکو د ترينګلتیا په منځ کې رامنځته شوې، چې د سیمه‌ییزو امنیتي مسایلو او پوځي همکاریو پر سر شخړې زیاتې شوي دي.

روسي چارواکو ټینګار کړی چې د دغه ډول فعالیتونو پر وړاندې جدي اقدامات ترسره کېږي او هر هڅه د ملي امنیت پر ضد په کلکه تعقیب او مخنیوی کېږي.

دا پېښه د سیمې د استخباراتي او پوځي اړیکو په حساسیت کې یو نوی اړخ اضافه کړی، او تمه کېږي چې دواړه هېوادونه به د دې موضوع په اړه د خپلو رسمي کانالونو له لارې تبصرې وکړي.