slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کندوز د برېښنا ریاست مسوولین وايي، چې د روان کال د ۸ میاشتو په عوایدو کې یې ۳۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د کندوز د برېښنا ریاست مرستیال انجنیر محمد صادق امین وايي، چې دغه ریاست په تېرو ۸ میاشتو کې ۸۱۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، چې په تېر ۱۴۰۱ کال کې ۵۱۹ میلیونه افغانۍ وې او دغه شمېره ۳۶ سلنه زیاتوالی ښيي. د نوموړي په خبره، د یاد ولایت د برېښنا ریاست عواید له تجارتي او رهایشي برخوڅخه راټول شوي دي. چې په کندز کې اوس ۶۰ سلنه برېښنا شتون لري، خو د کندوز قلعه زال، کلباد او آقتاش ولسوالیو له برېښنا څخه بې برخې دي خو هڅه کېږي چې یادو ولسوالښ هم له برېښنا څخه برخمنې شي.