slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

تېره ورځ د لوګر ولایت د محمدآغه ولسوالۍ اړوند سرخاب سیمه کې یو ۲٤ کلن ځوان جلالدين د اوبو له امله غرق شوی دی.

تیره شپه د یاد  ځوان جسد د شپې لخوا د لوګر امنیه قوماندانۍ او له مرکز کابل څخه د راغلو ځانګړو مرستندویه ټیمونو په هڅو له اوبو راویستل شو.

په ورته مهال، د لوګر امنیه قوماندان الحاج ملا آغا ولي نوراني د دې خواشینوونکې پېښې په اړه خپله ژوره خواشيني څرګنده کړې ده. ښاغلی نوراني د یادې سیمې له اوسېدونکو او راتلونکو سیلانیانو څخه غوښتنه کړې چې په یاد بند کې دې له لامبو وهلو څخه ډډه وکړي، څو ورته پېښې بیا تکرار نه شي