slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


د بلخ امنیې  قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې پولیس راډیو ته ویلي، چې نن ماسپښین د بلخ ولایت د حیرتان بندر په مربوطاتو کې اورلګېدنه رامنځته شوې، چې د بلخ ولایت امنیه قومندانۍ اړوند پېښو ته د رسېدنې مدیریت او اور وژنې ادارې د مسلکي پرسونل او مجاهدینو له خوا اور مهار کړای شوی، چې (۱۵۰۰۰۰) یو نیم لک افغانۍ زیان یې اړولی او د (۱۰۰۰۰۰۰) یو میلون افغانیو په ارزښت  توکي له سوځېدو څخه ژغورل شوي دي. 

ورته مهال د پنجشېر مسولینو هم خبر ورکړی چې په یاد ولایت کې د اورلګېدنې مخه نیول شوې ده.  دا  پېښه د پنجشېر ولایت  په  دره ولسوالۍ کې په یوه کور کې رامنځته شوې، چې وروسته د امنیتي مسولینو له لورې بل شوی اور مهار شوی دی. پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې د تناره  دننه پاتې سون توکي د باد له امله تازه شوي او اور یې اخیستی.
اور د تندورخانې په کاغذونو خپور شوی او نورو برخو ته تیت شوی.