slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د مزار شریف ښاروالۍ مسوولین وایي چې د دغه ښار د ۷ مې ناحیې اړوند د انصار ۴ او انصار ۸ په سیمو کې د دوو سړکونو د کانکرېټ کولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د مزار شریف ښاروالۍ ویاند مصطفی محمدي  وايي چې دغه سړکونه د ۱۶۹۰ مترو په اوږدوالي ۵ او ۶ متره سور په درلودلو سره د يونپس موسسې په مالي ملاتړ د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت کانکرېټ شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د یادې پروژې موخه د ښار ښکلا او د سیمې اوسېدونکو ته د اسانتیاوو برابرول دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه پروژه کې د پلچکونو او ویالو جوړول هم شامل دي.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکو پر یادې پروژې خوښ دي او وایي چې د دغه سړک په جوړېدو به یې په تګ راتګ کې شته ستونزې کمې شي.