د الجزیرې د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو په مرکزي غزه کې د مرستو اخیستلو په موخه پر راټولو شویو فلسطینیانو برید کړی، چې لږ تر لږه ۲۴ کسان پکې شهیدان شوي.
دا قحطۍ ځپلي فلسطینیان د مرکزي غزې په صلاح الدین سیمه کې بشري مرستو ته په تمه د صهیونیستي عسکرو له لوري په نښه شوي دي.
اسرائیلي یرغلګرو د مې پر ۲۷مه د غزې د بشري بنسټ له جوړېدو وروسته د بشري مرستو د وېش په مرکزونو کې له ۴۰۰ ډېر فلسطینیان شهیدان او زرګونه نور ټپیان کړي دي.