slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د جلال اباد ښار د اولې امنيتي حوزې منسوبينو د ځانګړو عملياتو په پایله کې یو تن د جعلي پيسو سره يو ځای نيولی ، چې غوښتل یې په جعلي پيسو خوراکي او غير خوراکي توکي واخلي.

امنیتي  منسوبينو له یاد کس سره ( ۱۲۰۰ ) دولس سوه جعلي ډالر هم لاس په لاس نيولي دي.

بل لوري ته په همدې ولایت کې پینځه تنه د غلاوو په تور نیولي. د ننګرهار امنیتي مسولان وايي چې یادو کسانو به په رېکشه کې د تفنګچې په زور له خلکو پیسې،مبایلونه او نور قیمتي توکي اخیستل.

نیول شوو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی، چې له لازمې څېړنې وروسته به رسماً عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.