د میدان وردګو په دایمیرداد ولسوالۍ کې د سیند بستر پاکولو رسماً پیل شوه.
د میدان وردګ ولایت د پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په نوښت د دایمیرداد ولسوالۍ په تنګي سیدانو کلي کې د سیند د بستر د پاک کارۍ پروژه رسماً پیل شوه.
د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د یاد ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس مولوي فیض الله جلالي، تخنیکي ټیم، دولتي مسولینو، قومي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو شتون درلود.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د پروژې ماشینرۍ د ملي دفاع وزارت د پنځمې پلي لوا له لوري برابره شوې ده، او د تخنیکي چارو مشري یې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست پر غاړه ده. ټاکل شوې چې پروژه د یوې میاشتې په موده کې بشپړه شي.
همدارنګه، د پروژې د ماشینرۍ د تیلو لګښت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رئیس ملا نورالدین ترابي، له لوري منظور شوی دی.
د پرانیستې پر مهال قومي مشرانو او ځايي اوسېدونکو د پروژې عملي کېدل د سیمې لپاره مهم وبلل او د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې له کړنو او هڅو یې قدردانی وکړ. هغوی د ملا نورالدین ترابي څخه مننه وکړه چې د یادې پروژې مالي ملاتړ یې کړی.