د اسیا جام سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه شو.
د
روان ۲۰۲۵ز کال د شل اوریز اسیا جام سیالیو لپاره د افغان لوبډلې ۲۰ کسیز نوملړ په ډاګه شو چې پکې ۱۷ لوبغاړي په عمومي او ۳ لوبغاړي په احتیاطي نوملړ کې ځای پرځای شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د یادو سترو سیالیو لپاره د چمتووالي په موخه په کابل کې تمریناتي کمپ ترسره شو او دا مهال په متحده عربي اماراتو کې هم یاد لوبغاړي پر تمریناتي کمپ بوخت دي، په داسې حال کې چې شپږیزه کرکټ لیګ هم د دوی د چمتووالي لپاره یو غوره فرصت و چې په دې وروستیو کې وشو.
د اسیا جام سیالیو په سکواډ کې
راشد خان (کپتان)
رحمانالله ګربز (وکټ کیپر)
ابراهیم ځدراڼ
دروېش رسولي
صدیقالله اتل
عظمتالله عمرزي
کریم جنت
محمد نبي
ګلبدین نایب
شرفالدین اشرف
محمد اسحاق
مجیب الرحمن
اللهمحمد غزنفر
نور احمد
فرید ملک
نوین الحق
او فضلالحق فاروقي
هغه لوبغاړي دي چې په یادو سیالیو کې به د افغان لوبډلې لپاره لوبېږي.
عبدالله احمدزی، وفي الله تره خېل او ننګیال خروټی به د دې ډلې ریزرف لوبغاړي وي.
باید وویل شي چې د متحده عربي اماراتو په کوربه توب به د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د راتلونکې درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره هم د متحده عربي اماراتو په تمریناتي کمپ کې د موجوده ۲۲ کسانو له منځه د افغان لوبډلې نوملړ غوره شي.