خوست امنیه قومندان؛ په ګوډاخاره سیمه کې به د امنیت د لا ټینګښت په موخه نوې پوسته جوړه شي.
د خوست امنیه قومندان الحاج ملا عبدالله حماد د یو پلاوي په ملتیا د مرکز څلورمې حوزې اړوند ګوډاخارې سیمې ته سفر وکړ او هغلته یې د نوې جوړیدونکې پوستې په اړه لومړنۍ ارزونه ترسره کړه.
د یادې پوستې جوړیدو په اړه د خوست امنیه قومندان الحاج ملا عبدالله حماد وویل، چې سیمه کې د ولسونو خوندیتوب او شته امنیتي وضعیت د لا ټینګښت په موخه یاد ګام ترسره کیږي چې په جوړیدو به یې په یاده سیمه کې د وګړو اندیښنې رفع او امنیتي ثبات لا قایم شي.
په دغه سفر کې د دفتر مدیر قاري اشرف شاهین د تعمیراتو مدیر مولوي عبدالناصر ناصري، د نظارت خانې امر ولي خان سعید، د څلورمې حوزې امر فرید الله عمري د مخابرې د ورکشاف امر مولوي سعید الرحمن زاهد برخه اخیستې وه.
یاده دې وي، په یاد سفر کې د پوستې جوړيدو ته د مناسب ځای ټاکلو اړوند بیلا بیل اړخونه و ارزول شول او په نېږدې راتلونکي کې به یې د جوړیدا چارې پیل شي.