slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اکسیوس هغه راپور رد کړی، چې ګواکې پوتین له ایران غوښتي، چې له امریکا سره دې د یورانیمو د صفر بډاینې اټومي تړون ومني. مسکو ویلي، چې د ایران د اټومي پروګرام شخړه باید له سیاسي او دیپلوماتیکو لارو حل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي:«یوازې اټکل کېدای شي، چې دا راپور د چا په غوښتنه خپور شوی، خو د اکسیوس وروستی راپور ښايي یو بل سیاسي تور وي، چې موخه یې د ایران اټومي پروګرام پر سر شته کړکېچ زیاتول دي.»

مسکو ویلي، چې د ایران د اټومي پروګرام شخړه باید د سیاسي او دیپلوماتیکو لارو حل شي.