کاناډا او امریکا د سوداګرۍ ځنډېدلې خبرې بیا پیل کړې
د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني له امریکا سره د سوداګریزو خبرو د پیل اعلان کړی دی. د راپورونو پربنسټ؛ د خبرو اترو لړۍ له هغه وروسته پیل شوه، چې کاناډا پر یوشمېر امریکایي شرکتونو د ۳ سلنه مالیې پلان لغوه کړ.
تمه کېده، چې د کاناډا لهخوا د امریکايي شرکتونو پر عوایدو د مالیې اعلان سر له نن نه پلی شي چې ورسره به د امریکا امازون، ګوګل، میټا او ځینو نورو شرکتونو ته شاخوا دوه مېلیارد ډالره زیان رسېدلی وای.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی و، که کاناډا له دې مالیې لاس وانهخلي؛ نو سوداګریزې خبرې به وځنډوي او دا یې د امریکا پر وړاندې ښکاره برید بللی و.
تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ پر ځینو کاناډايي توکو تعرفې ولګولې، چې د کاناډایانو سخته غوسه یې راوپاروله.