slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


د غزې په شمال بیت حانون سیمه کې د سړک غاړې د ماین چاودنې له امله ۵ اسرائیلي عسکر وژل شوي او ۱۴ نور سخت ټپیان دي.

د اسرائیلي رسنیو د راپور له مخې، تېره شپه شاوخوا لس بجې دا چاودنه شوې، چې اسرائیلي عسکرو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

ویل کېږي چې یاد اسرائیلي عسکر د غزې په شمال کې په ځمکنيو عملیاتو بوخت وو، چې د ماین چاودنه پرې وشوه.

د راپورونو له مخې، له چاودنې وروسته په اسرائیلي عسکرو برید هم شوی.

په ټپيانو کې د دوو حالت نازک ښودل شوی دی.