روسي ولسمشر؛بهرنی ځواکونه په اوکراین زموږ هدفونه دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، هر هغه بهرنی سرتېری چې اوکراین ته د جګړې په موخه ولېږل شي، د مسکو لپاره «مشروع هدف» ګڼل کېږي.
د اسوشیټېډ پرېس په راپور کې راغلي، پوتین دا څرګندونې څو ساعته وروسته له هغې کړې چې اروپایي مشرانو د اوکراین لپاره د سولهساتو ځواکونو د احتمالي لېږلو ژمنه تکرار کړه، هغه موضوع چې مسکو یې تل د منلو وړ نه ګڼي.
پوتین همداراز هغه نظر رد کړ چې ګواکې د سولې وروستۍ هوکړې وروسته په اوکراین کې سولهساتي ځواکونه ځای پر ځای شي. نوموړي ټینګار وکړ: «هیڅوک باید شک ونه لري چې مسکو به د خپل ګاونډي پر وړاندې د درېنیم کلن پراخ یرغل د بندولو لپاره له تړون سره سم عمل وکړي.»
د سرچینې د معلوماتو له مخې، پوتین څرګنده کړه چې د روسیې او اوکراین لپاره د امنیت تضمینونه اړین دي.