slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د بهرنیو چارو وزارت د تاجیکستان د ختلان ولایت په شمس‌الدین شاهین سیمه کې د درېیو چینايي اتباعو د وژل کېدو له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې او دا پېښه یې په کلکه غندلې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د اسلامي امارت د لومړنیو معلوماتو او ارزونو له مخې، په دې برید کې هغه کړۍ ښکېل دي چې په سیمه کې د ګډوډۍ، بې‌ثباتۍ او د هېوادونو ترمنځ د بې‌باورۍ د رامنځته کولو هڅې کوي.

وزارت زیاتوي چې افغانستان د تاجیکستان له حکومت سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکوي او د پېښې د دقیقو عواملو د معلومولو لپاره د معلوماتو شریکولو، تخنیکي همغږي او ګډې ارزونو لپاره بشپړ تیار دی.

اسلامي امارت یو ځل بیا د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګندوي او د هغوی کورنیو ته د ډاډ او تسلیت مراتب وړاندې کوي.