بامیان ولایت کې په قومي شخړه کې ټپیان شوي دي.
د بامیان ولایت چارواکي وایي چې د شېبر ولسوالۍ د محمد کیچه په کلي کې د قومي دښمنیو له کبله وسلهواله نښته رامنځته شوې چې له امله یې لس تنه، د یوې نجلۍ په ګډون، ټپیان شوي دي.
د چارواکو په وینا، پېښه تېر ماښام هغه مهال رامنځته شوه چې د کلي اوسېدونکي په جومات کې د لمانځه په ادا کولو بوخت وو. ویل کېږي بریدګر د کلاشینکوفونو، چاقوګانو، اوسپنیزو توکو او لرګیو په وسیله پر لمونځ کوونکو ډزې او بریدونه کړي دي.
سرچینې زیاتوي، سره له دې چې پېښه خونړۍ وه، مرګژوبله نه ده رامنځته شوې، خو د څلورو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی. نور ټپیان د قناعت وړ حالت لري.
د بامیان مطبوعاتي دفتر وایي، والي د پېښې له خبرېدو سره سم د نښتې سیمې ته ورغلی، وضعیت یې تر خپل کنټرول لاندې راوستی او د ټپیانو د بېړنۍ درملنې لپاره یې هغوی د بامیان مرکزي روغتون ته لېږدولي.
چارواکي زیاتوي چې د یادې نښتې په تړاو شپږ کسان د اصلي عاملینو او شکمنو په توګه نیول شوي او پر وړاندې یې قانوني او قضایي څېړنې روانې دي.