slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


د خوست ولایت د شهدا او معلولینو ریاست لپاره نوی رئیس مولوي محمد نبي محمدي د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې معرفي او رسما یې خپله دنده پيل کړې.

په دې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې، د خوست ولایت د دفتر رئیس مولوي محمد صابر صابري، د شهدا او معلولينو وزارت استازي، اړوند کارکوونکي او يو شمېر نور مسؤلینو حضور درلود.

مولوي محمد صابر صابري ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې د شهدا او معلولينو ریاست لپاره مولوي محمد نبي محمدي د نوي رئیس په توګه ور وپېژاند، او ويې وویل چې په ادارو کې ادلون‌بدلون یو طبيعي او ضروري اصل دی، چې له مخې یې د نويو تجربو، افکارو او وړتیاوو څخه ګټه اخیستل کېږي، ترڅو په چارو کې لا زیات پرمختګ او اغېزمنتیا رامنځته شي.

نوموړي زیاته کړه، چې مولوي محمد نبي محمدي د سالمو او اغېزمنو اداري مسؤولیتونو په ترسره کولو کې مهمه تجربه لري. صابري د ولایت مقام له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او له ټولو کارکوونکو یې وغوښتل، چې له نوي رئیس سره صمیمانه همکاري وکړي.

همداراز، نوموړي د پخواني رئیس مولوي عبدالرحیم احسان د خدمتونو ستاینه وکړه، هغه یې یو ژمن، مسؤل او خدمتګار شخصیت یاد کړ، او له هغه څخه یې د ترسره شوو هڅو مننه وکړه.

په همدې غونډه کې د شهدا او معلولینو وزارت د پلاوي مشر او د کارکوونکو چارو رئیس مولوي محمد موسی صدیقي هم وینا وکړه. نوموړي وویل، چې د شهدا او معلولینو ریاست له هغو ادارو څخه دی، چې د ټولنې له تر ټولو زیان‌من قشر سره تړاو لري. هغه زیاته کړه، چې دا ریاست د کونډو، یتیمانو او معلولینو د خدمت ځای دی، نو مسؤولیت یې تر نورو ادارو هم باریک او هم دروند دی.

صدیقي ټینګار وکړ، چې د هدفمند خدمت لپاره منابع مهم رول لري، خو تر ټولو مهمه دا ده چې له شته امکاناتو سالمه، عادلانه او مؤثره ګټه واخیستل شي. نوموړي له نوې رهبرۍ څخه د خدمت ژمنتیا هیله څرګنده کړه او له ټولو کارکوونکو یې وغوښتل، چې د زړه له کومې ورسره همکاري وکړي.

د خوست ولایت د شهدا او معلولينو ریاست نوي رئیس مولوي محمد نبي محمدي وويل، چي د مشرانو د لزوم ديد پر اساس ياد رياست ته راغلی او د دوی باور او اعتماد به د اسلامي امارت د اصولو په رڼا کې محکم ساتي. نوموړي ژمنه وکړه، چې د خپلو اړوندو کارکونکو په همکارۍ به خوست ميشتو ولسونو ته د زړه له تله او غوره خدمات وړاندې کوي.