زېلېنسکي د اوکراین د راتلونکي په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې.
د اوکراین جګړې پایتهرسولو لپاره د امریکا وړاندیز شوي پلان په تړاو، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي څرګنده کړې چې ښايي دوی د واشنګټن ملاتړ له لاسه ورکړي.
زلنسکي د جګړې د پایتهرسولو لپاره د امریکا پلان د مسکو په ګټه بللی، او ټینګار یې کړی چې کيیف به د امریکا د ملاتړ د خوندي کولو او له خپلواکو حقونو د دفاع لپاره هڅې کوي.
ولادیمیر زلنسکي اندېښنه ښودلې چې د روسیې سره د جګړې د پایتهرسولو لپاره د امریکا ترتیب شوی پلان تر ډېره د مسکو په ګټه دی، او په وینا یې دا امکان شته چې د همدې پلان له امله کيیف د واشنګټن ملاتړ له لاسه ورکړي.
له دې څرګندونو سره هممهاله، د ډونالډ ټرمپ له بیاځلي واکمنېدو وروسته د نږدې څلور کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره نړیوالې هڅې چټکې شوې دي، او ټرمپ څو ځله د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د همدې موضوع پر سر ناستې کړې دي.
څو ورځې مخکې راپورونه خپاره شول چې ښايي په نږدې راتلونکې کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین جګړې په اړه د بحث لپاره د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یو ځل بیا مخامخ وګوري.
د یادونې ده چې امریکا د مسکو او کيیف په روانه جګړه کې د اوکراین ستر نظامي ملاتړی پاتې شوی، او په تېرو نږدې څلورو کلونو کې یې له اوکراین سره د میلیاردونو ډالرو په ارزښت نظامي مرسته کړې ده.


