سعودي عربستان د فلسطیني کډوالو د جبري بې ځایه کېدو څرګندونې غندلې.
سعودي عربستان د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هغه څرګندونې په کلکه وغندلې چې د فلسطیني کډوالو د جبري بې ځایه کېدو په اړه یې کړي دي.
د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د فلسطینیانو جبري کډه کول د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده. ریاض د مصر له دریځه په دې اړه کلک ملاتړ کړی دی.
سعودي عربستان د نړۍوالې ټولنې، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه غوښتنه کړې چې د اسراییل د یرغلیزو سیاستونو د درولو لپاره ګامونه پورته کړي. په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د فلسطینیانو د جبري بې ځایه کولو لپاره هېڅ ډول پلمه د منلو وړ نه ده.
همداراز، ریاض د اسراییلي چارواکو د کړنو په اړه د حساب ورکولو غوښتنه کړې او د فلسطین د خپلواک دولت یوازینۍ حل لار یې د ۱۹۶۷ کال د کرښو پر بنسټ د ختیځ قدس په پلازمینه کې د فلسطین د خپلواک هېواد رامنځته کول بللي دي.
دا اقدام د سعودي عربستان د فلسطیني ولس د ملاتړ او د سیمې د سولې د هڅو د دوام څرګندونه کوي.