slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کرمان د امنیې قوماندانۍ چارواکو خبر ورکړی چې دوه کسان د صهیونیسټي رژیم د ملاتړ، د خلکو د ذهنونو ګډوډولو، او د درواغو خپرولو په تور د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د کرمان امنیې قوماندان سردار جلیل موقوفه‌ئی تېره شپه خبریالانو ته وویل چې یاد کسان د صهیونیسټي رژیم د وحشیانه بریدونو له رسنیز ملاتړ سره تړاو درلود او د عامه نظم پر ضد یې فعالیتونه ترسره کول.

هغه زیاته کړه چې دا نیونې د پولیسو د عامه امنیت څانګې له خوا د یوې دقیقو عملیاتو له لارې ترسره شوې دي. تورن کسان د لاندې فعالیتونو له امله نیول شوي دي:

  • د صهیونیسټي رژیم د وحشیانه کړنو ملاتړ

  • په مجازي فضا کې د خلکو د افکارو ګډوډول

  • د اسلامي نظام پر ضد تبلیغاتي فعالیتونه

  • د شهیدانو د درناوي سپکاوی

  •  د ناسمو معلوماتو خپرول

د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، د «صهیونیسټي رژیم د دښمنانه کړنو پر وړاندې د مبارزې قانون» له مخې، چې د ۶، ۷، ۸ او ۱۰ مادې یې دا ډول فعالیتونه جرم ګڼي، له یاد رژیم سره هر ډول همکاري یا ملاتړ – که فرهنګي، تبلیغاتي یا اطلاعاتي وي او که بل ډول؛ د سختو قانوني مجازاتو سبب کېږي.

د کرمان امنیتي چارواکو ویلي، چې د دغو افرادو دوسیې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي او پلټنې ترې دوام لري.