خوست وال ځوانان؛ پر نړۍواله ټولنه مو غږ دی، چې د افغان کډوالو پر وړاندې دې د پاکستان پر ظلمونو سترګې نه پټوي.
خوست کې يو شمېر ځوانانو د پاکستان له لوري په زور سره د افغان کډوالو ايستل د کډوالۍ له اصولو سره په ټکر کې بللي. خوست مېشتو له افغان کډوالو سره د پاکستان کړه وړه د نړۍوالو نورمونو خلاف بللې او له نړۍ والو سازمانونو یې غوښتنه کړې، چې په یاده برخه کې دې پر پاکستان فشار راوړي ترڅو له افغان کډوالو د هغوی خپل حقونه انخلي.
د\ خوست ځوانانو په کور دننه له حکومت او عامو افغانانو غوښتي، چې له پاکستانه د جبري راستنېدونکو افغان کډوالو لاسنیوی وکړي.
خوست مېشت ځوانان وايي، چې د پاکستان حکومت تېر کال هم د افغان کډوالو سره غېر قانوني چلند پيل کړی و او ډېری افغانان يې په زور له خپلو کورونو را ايستل، چې په ډیر بد وضعیت کې به هیواد ته رستنیدل.
په همدې حال کې بيا له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې د نورو برخو ترڅنګ راغلي، چې د ریاست الوزرا اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو له ځانګړي استازي، سیف محمد خلفان، سره له ګاونډیو هېوادونو څخه د ایستل شويو افغان کډوالو سره د مرستو د زیاتېدو ډاډ ورکړی دی.
ددې تر څنګ بيا د اسلامي امارت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارسمبال وزیر ښاغلي مـولـوي عبدالکبير د ایران د بهرنیو چارو وزارت سلاکار محمد رضا بهرامي په مشرۍ له یوه پلاوي سره په ناسته کې له خپل سیال لوري غوښتنه کړې، چې ګاونډي هېوادونه باید افغان کډوالو ته مهلت ورکړي؛ ترڅو دوي په خپله خوښه بېرته خپل هېواد افغانستان ته را ستانه شي.
#پولیس-راډیو