حماس په غزه کې د نړیوال ځواک د مېشتېدو په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک رد کړی.
حماس اسلامي غورځنګ په غزه کې د نړیوالو ځواکونو د مېشتېدو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستی پرېکړه لیک رد کړ.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، حماس اسلامي غورځنګ ویلي، دغه طرحه د فلسطینیانو حقونه او غوښتنې نه پوره کوي او هڅه کوي چې پر غزې تړانګې نړیوال قیمومیت وتپي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېره ورځ (دوشنبه، د لړم ۲۶مه) په غزه کې د نړیوالو ځواکونو د ځای پر ځای کېدو لپاره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ طرحه په ۱۳ موافقو او ۲ ممتنع رایو سره تصویب کړه.


