slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پلان سره سم دکابل د عامې روغتیا ریاست لخوا د روغتونونو ، روغتیايی مراکزو او روغتیايي ټیمونو  د فعالیتونو د نظارت او ارزونې په ترڅ کې د کابل ولایت د عامې روغتیا ریاست تخنیکي ټیم او د AKHS موسسې پلاوو د  AKHS موسسې اړوند په پغمان کې د زر شاخ BHC روغتیایي مرکز څخه په ګډه لیدنه ترسره کړه. 

د لیدنې په ترڅ کې د روغتیايي مرکز د ټولو څانګو څخه نظارت وشو او د پرسونلو څخه پوښتنې وشوې. د کابل د عامې روغتیا ریاست تخنیکي ټيم مسئولینو ته لارښوونه وکړه چې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو پر مهال په روغتیايي مرکزونو کې د عامې روغتیا وزارت ستندردونه او پروتوکولونه په نظر کې ونیسی او د ناروغانو معاینه، تشخیص او درملنه په ستندرد ډول سر ته ورسوي.

د یادونې وړ ده چې د روغتیايي مرکزونو څخه د ملي نظارتي چک لست او  تغذي خدمتونو د کیفیت د تضمین ملي چک لستونو څخه په استفادې نظارت او ارزونه شوې.