slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت اړوند د ځانګړو قطعاتو د عملیاتي چارو لوی ریاست، د ځانګړې عملیاتي قطعې د ښوونې او روزنې مدیریت له لوري ۵۳ تنه مجاهدین د کمپیوټر، کشف، مخابرې، نقشې او GPS په برخو کې له ځانګړو مسلکي کورسونو فارغ شول.

په همدې مناسبت یو شانداره فراغتي غونډه د ځانګړو قطعاتو د ریاست په تالار کې جوړه شوه چې پکې د معینیت د ملکي چارو مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن قاسمي، د معینیت ګڼ شمېر رئیس صاحبانو، مجاهدینو او منسوبینو ګډون درلود.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په خوږ تلاوت پیل شوه، ورپسې ښاغلي قاسمي د غونډې ګډونوالو ته وینا وکړه. نوموړي وویل:

"اسلامي انقلاب دوه مهم پړاوونه لري؛ لومړی د مبارزې او قربانۍ پړاو، او دویم د بریا او مسؤلیتونو دور. اوس چې د بریا مرحله راغلې، زموږ پر اوږو درانه مسؤلیتونه دي چې باید د علم، پوهې او مهارتونو له لارې یې پرمخ یوسو او خپل مکلفیتونه په سمه توګه ترسره کړو."

ورپسې د معینیت محترمو رئیس صاحبانو هم پرله‌پسې ویناوې وکړې، چې پکې یې د علم او مسلکي زده کړو ارزښت، د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ظرفیت لوړونې رول، او د فکري جګړې پر ضد د مبارزې اړتیاوې بیان کړې.

ویناوالو پر دې هم ټینګار وکړ چې فارغ شوي مجاهدین باید خپلې زده کړې د ورځنیو وظیفو په ترسره کولو کې مؤثرې وکاروي، له قومي او ژبني تعصباتو ځانونه وساتي، او له خلکو سره د نرمښت، صداقت او خدمت پر بنسټ چلند وکړي.

غونډه د دارالانشاء عالي کمیسیون رئیس الحاج مولوي امیر محمد همدرد لخوا د دعا په ویلو او فارغانو ته د تصدیق‌پاڼو د ویش مراسمو سره پای ته ورسېده.

یادونه باید وشي چې دا ډول مسلکي کورسونه نه یوازې د مجاهدینو د ظرفیت لوړولو سبب ګرځي، بلکې د نظام د لا مؤثریت او اصلاح لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.