د اېکوادور ولسمشر له یوه بریده ژوندی راوتلی.
لاریونوال په اېکواډر کې د تېلو د سبسایډۍ د ختمېدو پر ضد واټونو ته راوتي وو؛ خو د اېکواډور ولسمشر ویلي، چې دغه ډول تاوتریخوالی به ونه زغمي.اېکواډور کې لاریونوالو د دغه هېواد د ولسمشر ډانیال نوبوا پر موټریز کاروان برید کړی؛ خو نوموړی له دغه بریده روغ وتلی دی. د راپورونو له مخې؛ لاریونوالو په ډبرو د اېکواډور د ولسمشر کاروان وېشتلی. ځایي چارواکي وايي، په دې تړاو یې پنځه کسان نیولي دي.