د ټولنیزو رسنیو کارونکو ته د امربالمعروف وزارت خبرداری
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ته خبرتیا ورکړې چې د دغو رسنیو کارونه باید یوازې د موثقو معلوماتو، تعلیم، تجارت او عامه پوهاوي لپاره وشي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ټولنیزو رسنیو له لارې د خلکو تهدید، سپکاوی، ګواښ، توهین او یا هم د مستعارو یا شخصي حسابونو له لارې د اذیت رامنځته کول قانوني جرم دی او دا ډول کړنې د وزارت لهخوا تر قانوني تعقیب لاندې نیول کېږي.
یاد وزارت له ټولو کاروونکو غوښتي چې له ټولنیزو رسنیو د ناسم او غیراخلاقي استفادې څخه ډډه وکړي.