slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د خوست ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې پولیس راډیو ته خبر ورکړی، چې د دې ولایت په ګمرک کې کارکوونکو په یوه وارداتي بار وړونکي موټر کي ځای پر ځای شوي یوه اندازه چاودېدونکي توکي، چي له ګاونډي هیواد پاکستان څخه را وړل کېدل نیولي دي.
په نیول شویو چاودېدونکو توکو کي (۲۷۰) کیلو ګرامه باروت، سل کڅوړي ثانیه سوز، (۳۶) قطۍ پټاکۍ او نور چاودېدونکي توکي، چي په ډېر ماهرانه ډول د ګلګل په بایلرونو کي ځای پر ځای شوي ول، شامل دي.
د خوست والي ویاند مستغفر ګربز وايي چې نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو پوښتنو او معلوماتو له پاره امنیتي ادارو ته سپارل شوي دي.