slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کورنیو چارو وزارت پیښوته د رسیدو او اور وژنې لوی ریس الحاج نورالله (انصار) کونړ ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت امنیه قوماندان  مولوي ضیاالحق (حامد) په ملتیا لومړۍ او دویمې   اطفایې امریتونو له کارکونکو او وسایلو لیدنه وکړه . پیښو ته د رسیدو او اور وژنې لوی ریس ښاغلی انصار  اسمار او څوکۍ ولسوالیو ته هم لاړ او پدغه دواړه ولسوالیو کې یې د اطفایې دوه څانګی پرانیستې . د یادولو وړ ده دغه ګام په دې موخه ترسره کیږې تر څو په مرکز اسد اباد سربیره د کوز او بر کونړ په مربوطاتو کې د اور وژنی او ناڅاپې پیښو له امله د خلکو له شتمنیو ساتنه وشي.