د کډوالو ستونزو د څارلو په موخه مولوي عبدالسلام حنفي هرات ته تللی
د ریاستالوزرا اداري مرستیال او د کډوالو ستونزو ته رسېدنې عالي کمېسیون رییس، مولوي عبدالسلام حنفي او مل پلاوی د جبري راستنېدونکو هېوادوالو د وضعیت څارلو په موخه هرات ته ورسید.
په دې سفر کې، د افغاني سرې میاشتې رییس، شیخ شهابالدین دلاور، د کور او ښار جوړولو وزیر، مولوي حمدالله نعماني، د کډوالو او راستنېدونکو وزارت مرستیال، مولوي عبدالرحمن راشد، او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني ګدون درلود.
ښاغلي حنفي په مشرۍ دغه پلاوي به له له نژدې څخه له ګاونډي هېواد نه د جبري را ستنېدونکو هېوادوالو د بهیر څارنه وکړي او د هغوی لپاره به د لازمو اسانتیاو برابرولو او ستونزو ته رسېدنې په پار عاجل اقدامات تر سره کړي.