په خوست کې د څه باندې نهه سوو اړمنو او بېوزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوې
د خوست ولايت وياند مستغفر ګربز وايي،د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د (GAALO) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ سره، د خوست ولایت اړوند په صبریو ولسوالۍ کې د ۹۸۲ اړمنو کورنیو سره د ۶ قلمه بېلابېلو خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.