slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د لغمان د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست مسوولین په دغه ولایت کې له ۶ زره ۶۹۹ اړمنو کورنیو سره د مرستې خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي رئیس قاري خیرمحمد غازي باختر اژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د روان ۱۴۰۲ لمریز کال په لومړیو ۸ میاشتو کې یې د بیلابیلو طبیعي پېښو له امله ۶ زره ۶۹۹ کورنیو سره د ۷۹ میلیونه ۷۷۳ زره افغانیو په ارزښت مرسته کړې ده. هغه وویل، چې له یاد شمېر کورنیو ۳ زره ۴۱۸ کورنیو ته نغدې پیسې او ۱۶۰۰ کورنیو ته خوراکي توکي وېشل شوي او پاتې نورو کورنیو سره په بېلا بېلو برخو کې مرستې شوې دي. د یادونې وړ ده، چې د یاد ولایت په بیلابیلو سیمو کې خلکو ته له طبیعي افتونو څخه د ژغورنې په موخه عامه پوهاوی ورکړل شوی او د ژغورنې وسایل هم توزیع شوي دي.