د اسلامي همکاریو سازمان؛ له افغانستان سره د تحصیلي بنسټونو په پیاوړتیا کې مرسته کوو.
د لوړو زده کړو وزارت رسنیزو ادرسونو پولیس راډیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي چې د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي له مرستیال او د افغانستان لپاره د دغه سازمان له ځانګړي استازي دوکتور طارق علي بخیط او ورسره مل هیئت سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې په دې غونډه کې د وزارت د یو شمېر مرکزي ادارو مسؤلین او د مرکزي پوهنتونونو رئیسان هم حاضر وو.
وزیر ندیم د پلاوي هرکلی وکړ او د افغانستان د تحصیلي نظام د روان وضعیت په اړه یې مفصل معلومات ورکړل. نوموړي څرګنده کړه، چې د هېواد پوهنتونونه په وروستیو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی او د دوکتورا برنامې له دوو څخه نږدې ۳۰ ته لوړې شوې دي، او د ماسټرۍ برنامې ۱۰۰ ته رسېدلي دي.
ده زیاته کړه چې د فوق لېسانس ځانګړی «افغان نړیوال اسلامي پوهنتون» هم په لوړه کچه فعالیت کوي او په کې د کورنیو استادانو ترڅنګ بهرني استادان هم تدریس کوي. وزیر له اسلامي همکاریو سازمان څخه وغوښتل چې د ماسټرۍ او دوکتورا برنامو د پیاوړتیا لپاره متخصص بهرني استادان افغانستان ته راجلب کړي، د پوهنتونونو د عصري لابراتوارونو په تجهیز کې مرسته وکړي او د غړو هېوادونو له پوهنتونونو سره د علمي اړیکو د پراختیا ملاتړ وکړي.
همدارنګه نوموړي د ننګرهار ولایت لپاره د اسلامي پوهنتون د جوړېدو پر درېدلو چارو د بیا پیل غوښتنه وکړه.
د اسلامي همکاریو سازمان استازي د افغانستان د تحصیلي نظام د بیا رغونې او پرمختګ په چارو کې د لوړو زده کړو وزارت هڅې وستایلې او ډاډ یې ورکړ چې د نصابونو په بیاکتنه، د فوق لېسانس برنامو په رامنځ ته کولو او نورو اړینو برخو کې به له وزارت سره همکاري ته دوام ورکوي.


