slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د کابل په ده‌سبز ولسوالۍ کې نن (یکشنبه، د لړم ۱۸مه) ۲۰۰ زره کیلو ګرامه نشه‌یي توکي وسوځول.

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال شیخ محمد قاسم خالد وویل، دغه نشه‌یي توکو د امنیتي ځواکونو د ماهرانه عملیاتو په ترڅ کې له قاچاق‌کوونکو نیول شوي او قاچاقبران هم عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع د دې وزارت په خبري ناسته کې وویل، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د نشه‌یي توکو کښت، قاچاق او پلور صفر ته رسېدلی دی.

ښاغلي قانع له نشه‌یي توکو سره مبارزه د اسلامي امارت یوه مهمه لاسته‌راوړنه وبلله.