slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هرات امنیتي ځواکونو هغه کس له منځه یووړ چې د غلا په تور شکمن و او څو ورځې وړاندې د امنیتي سرتېرو پر وړاندې په نښته کې ښکېل شوی و.

د خبرپاڼې له مخې، یاد کس د ښار په یوه عامه سیمه کې د خلکو لخوا وپیژندل شو، چې ورپسې امنیتي ځواکونه په بېړه ورسېدل او د هغه د نیولو هڅې یې پیل کړې.

سرچینې زیاتوي، څو ورځې وړاندې د همدې کس پر ضد د عملیاتو پر مهال د لسمې حوزې دوه تنه امنیتي سرتېري شهیدان شوي وو. له اوږدو هڅو وروسته د امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په پایله کې د نوموړي پټنځای وپیژندل شو او په هدفمند برید کې له منځه یووړل شو.

د هرات امنیې قوماندان حاجي یاسر ټینګار کړی چې د ښار د اوسېدونکو امنیت او د جرمونو مخنیوی یې لومړیتوب دی، او له قانون ماتونکو سره به جدي چلند روان وي.