slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي ټیم له لوري د خوست ولایت په مرکز کې د ۱۳۰۰ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې ترسره شوه.
ياده سروې د مهاجرینو لپاره د یوه منظم او اساسي ښارګوټي جوړولو په موخه ترسره شوه، چې په نږدې راتلوونکي کې به یې عملي چارې پیل شي.
دغه سروې به د هغو تخنیکي معلوماتو راټولولو ته زمینه برابره کړي چې د ښارګوټي د پلان جوړولو، پراختیایي خدماتو او بنسټیزو تأسیساتو لپاره اړین دي.
ټاکل شوې ده چې د سروې پایلې به په ياد وزارت کې له اړوندو ریاستونو سره شریکې شي، څو یې پر بنسټ د مهاجرینو لپاره یو مناسب، منظم او د اړتیاوو مطابق ښارګوټی جوړ شي.
دغه پروژه د اسکان دایمي کمېټې، چې مشري یې د کور او ښار جوړولو وزارت کوي، د بیارغونې او بشري ملاتړ د ژمنو یوه برخه ده، چې موخه یې د اړمنو مهاجرینو لپاره د ژوند اسانتیاوې برابرول دي.