slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د میدان وردګو ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم له خوا د میدان وردګو پوهنتون د سړک او سیلبر له چارو څارنه وشوه.


مولوي سیف العمر وویل، د سړک د جدولونو د رنګمالۍ، د ګلدانونو ترتیب او تنظیم، د پلې لارو د بولدر د فرش او نورې چارې روانې وې.
د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وشوې، تر څو چارې د نقشې مطابق په ټاکلي وخت تر سره کړي.