slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پنجشېر د پوهنې او لوړو زده کړو ریاستونو د لومړنیو شمېرو له مخې، سږ کال د تېر په پرتله ۲۰ سلنه زیات زده کوونکي د کانکور ازموینې له لارې د هېواد بېلابېلو لوړو زده کړو مؤسسو ته بریالي شوي دي.

د یاد ولایت زده کوونکي د خپلو بریالیتوبونو عمده عوامل د ازموینې د پروسې روڼتیا، او همداراز په ژمي کې د ولایت د مشرتابه له‌خوا په ولسوالیو کې د لنډمهاله زده کړو کورسونو جوړېدل بولي.

حشمت‌الله، چې د پریان ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د ۳۳۳.۲ نمرو په ترلاسه کولو سره د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي ته بریالی شوی، وايي: "زما د بریا دوه اساسي عوامل دا وو؛ د کانکور د پروسې روڼتیا او د ژمي په موسم کې زموږ په ولسوالۍ کې د زده کړو زمینه برابرول، چې د زده‌کړو پر کیفیت یې مثبت اغېز درلود."

همداراز، عبدالواحد چې د شتل ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د ۳۳۳ نمرو په اخیستو سره د کابل د طب پوهنځي ته بریالی شوی، وايي: "ډېر ټولګیوال مې سږ کال پوهنتونونو ته بریالي شوي او زیاتره هغه زده کوونکي چې په ژمنیو زده کړو کې برخه اخیستې وه، لوړو زده کړو ته یې لار موندلې."

د پنجشېر د ځوانانو چارو امر عبدالمطلب امیري هم تاییدوي چې د ولایت د والي، الحاج حافظ محمد آغا حکیم، په لارښوونه او مالي ملاتړ په ولسوالیو کې لنډمهاله کورسونه جوړ شوي وو. نوموړی زیاتوي: "دا کورسونه د زده‌کوونکو د وړتیاوو په لوړولو کې خورا اغېزمن وو، او لا هم دا لړۍ دوام لري. د ژمنیو رخصتیو له پیل سره به یو ځل بیا په ولسوالیو کې وړیا لنډمهاله کورسونه پیل شي."

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې ادارې پر مهال د کانکور ازموینو د پروسې له پراخ فساد څخه شکایتونه موجود وو، او د زده‌کوونکو او والدینو په وینا، ان ځینې وخت د بریالیتوب لپاره له دوی څخه پیسې غوښتل کېدې، او پرته له واسطې یا جوړجاړي پوهنتون ته د لېږد امکان کم و.