slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

څرنګه چې په اوسنۍ نړۍ کې تکنالوژي په ډېرې چټکۍ سره وده کوي او نړۍ ډېره نږدې کوي او اړينې آسانتــــياوې هم وګړو ته برابرې کوي،نو په دې لړ کې د پورتني ( ځای پېژندلو نړيوال سيستم ) (GPS Global positioning system) موضوع په هکله ليکنه او د مالوماتو راټولول د پوليسو په ورځنيو دندو کې د دې تکنالوژۍ له ځانګړتياوو سره د بلديت او د هغې د آسانتياوو څخه ګټه اخيستل يوه اړتيا شمېرل کېږي. سريزه: په اصل کې د لارښوونې اولارموندنې سيستم چې د متحدو ايالتونو د دفاع وزارت په غوښتنه له څلورويشتو سپوږمکيو جوړ او په شپږو بېلا بېلو توپير لرونکو مدارونو کې ځای پر ځای شوی دی. دغه سيستم په لومړيو کې د پوځي (نظامي) موخو لپاره جوړاو د ۱۹۸۰ زکال وروسته په ټوليزه توګه د ګټې اخيستلو لپاره وکارول شو چه په هر ډول جوي او جغرافيايي حالاتو کې د شپې او ورځې په ټولو ساعتونو کې هغې ته لاسرسی شونی دی. د دغه سيستم جوړوونکو د نوموړي سيستم د کارولو خدمتونه پرته د کوم مادي لګښت څخه په وړيا توګه اعلان کړي دي. د نوموړي سيستم سپوږمکۍ خوځنده او سيارې دي، په څلورويشتو ساعتونو کې دوه ځلې د ځمکې په شاه او خواه څرخېږی. د(GPS)دغه سپوږمکۍ د ( NAVSTAR) په نوم پېژندل کېږي. د(GPS)کاروونکو ته د دغه سيستم د ټولو ځانګړتياوو سره بلديت او آشنايي يوه اړينه خبره ده. د(GPS)لومړنۍ سپوږمکۍ په ۱۹۷۸ زېږديز کال کې فضا ته ولېږدول شوه چې د هغې وزن کابو ۲۰۰۰ پونده او د لمريزو (سولری) پاڼو خپورتيا يې ۱۷ فټه او د لېږدوونکي (Transmitter) قدرت يې ۵۰ واټه و، چې وروسته بيا په ۱۹۹۴کې دغه سيستم بشپړ شو. هره سپوږمکۍ د L1 اوL2 په نامه دوه سګنالونه خپروي، چې غير پوځي غيرنظامي ځواکونه د L2 د سګنال جه د ۱۵۷۵ ميګاهرتزو سره سمون لري ګټه اخلي. د دې سيستم هره سپوږمکۍ حدود لس کاله چمتو يا فعاله پاتې کېږي، همدارنګه د سپوږمکيو ځای پر ځای کول په مدار کې په خپل وخت تر سره کېږي، د سپوږمکیو پیژندنه د یوه ځانګړی کود (R P N Random code pseudo ) په وسيله چې د ۱- ۳۲پورې اعداد دي تر سره کېږي چې دغه اعداد د (GPS)په هره رانيوونکې (Receiver) کې څرګندېږي د اعدادو د ډېروالي لامل د سپوږمکيو تر شمېرې دا دی چې کله د پخوانۍ سپوږمکۍ د کار مودې په پای ته رسېدو وي، نوې سپوږمکۍ مدار ته لېږدول کېږي نو د همدې لپاره د اعدادو ډېروالی په پام کې نيول شوی دی. د سپوږمکيو د تګ راتګ لاره په مدار کې د شمالی او سويلي ۶۰ درجې عرض البلد تر منځ ده. دا په دې معنی چې د ځمکې په هر ځای او هر وخت کې کولای شو د دې سپوږمکيو سګنالونو ته لاسرسی ولرو او هرڅومره چې د شمالي او سويلي قطبونو ته نږدې کېږو د (GPS)د سپوږمکيو د ليدلو وړتيا ډېريږي. که چېرې په ځير سره سپوږمکۍ زموږ پر سر پورې نه وي هم په دې مانا ده چې په دغو سيمو کې د هغې اغېزمنتوب ډېر وي. د (GPS) د سپوږمکيو يوه له ټولو لويه لاسته راوړنه دا ده چې په هر ډول جوي او جغرافيايي شرايطو کې پرته د رانيوونکي(آخذې) د څرنګوالي په پام کې نيولو سره په سمه توګه کار کوي. د (GPS) د څلور ويشتو سپوږمکيو د مدار جګوالی (ارتفاع) د بحر له سطحې د ۲۰۰۰ مايلو په واټن کې تګ راتګ کوي . هره سپوږمکۍ په دوولسو ساعتونو کې يو ځل د ۷۰۰۰ مايلو په ساعت کې د سرعت او ګړنديتوب په لرلو سره د ځمکې په شاه او خواه څرخېږي او خپله انرژي د لمريزو پاڼو ( صفحه های سولري) له لارې پوره کوي. همدا راز له ځانګړيو بطريو کله چې سپوږمکۍ د ځمکې تر سيوري لاندې راځي او يا هم د لمر د نيولو (کسوف) په وخت کې ورڅخه ګټه اخلي او د کوچنيو راکټونو په واسطه په خپل مدار او مسير کې ساتل کېږي. دلته د دې سيستم ځينو په زړه پورې ځانګړتياوو ته اشاره کوو. – د (GPS) لمړنۍ سپوږمکۍ په ۱۹۷۸ زيږديزکال کې د ځمکې په مدار کې ځای پر ځای شوه. – په (۱۹۹۴) زيږديز کال کې د څلورويشتو سپوږمکيو شبکه (NAVSTAR) بشپړه شوه. – هره سپوږمکۍ ۲۰۰۰ پونډه وزن لري او د لمريزو پاڼو اوږدوالی يې ۵/۵ متره دی. – د هرې سپوږمکۍ د انرژۍ لګښت د ۵۰ واټو کم دی. د دې سيستم سپوږمکۍ اطلاعات ځمکې ته مخابره کوي او د (GPS) رانيوونکي اطلاعات رانيسي او د هندسې محاسباتو وروسته د رانيوونکي دقيق موقعيت د ځمکې پر نسبت محاسبه کوي په اصل کې د سګنال د لېږدولو زمان د سپوږمکۍ په واسطه د هغې د رانيولو (اخیستلو) له زمان سره انډول او د دواړو د توپير له مخې د رانيوونکي واټن يا فاصله له سپوږمکۍ په ډاګه کوي. رانيوونکې د دوو اړخيزو محاسباتو لپاره لږ تر لږه د درېيو سپوږمکيو اطلاعاتو ته اړتيا لري چې د هغې پر بنسټ جغرافيايي طول اوعرض مالوم کړي. همدارنګه د دې په پام کې نيولو سره ګړنديتوب اوچټکتيا (سرعت)، لوری (جهت)او د تګ راتګ د لارې د واټن او موخې (مقصد) ته د رسېدو پاتې واټن ، د لمر ختو او لوېدو وخت او نور اړين مالومات وړاندې کوي. د پانګې د لګښت په پام کې نيولو سره کولای شو د پراخه طيف لرونکو رانيوونکو ګټه واخلو او همدارنګه د اړوندې سيمې آپديت (دنيټې غزېدونکی) نقشې ته هم بايد لاسرسی ولرو. د يادونې وړ ده چې اوس د دې ډول رانيوونکو د پلورلو بيه ډېره را ټيټه شوې ده. په هره کچه چې د سيمې نقشه په دقيقه توګه او ځيرتيا سره د رانيوونکي په حافظه کې ځای پر ځای شوي، په هماغه کچه تر لاسه کېدونکی مالومات دقيق او مؤثر کيدلای شي د بېلګې په توګه کولای شو د (GPS) په مرسته د نژدې تيلو د پمپ، د اورګاډي تم ځای، روغتون او يا نورو مالوماتو غوښتنه وکړو او په وړانديز شوې تګلاره ولاړ شو. د ځای پېژندلو د سيستم د ځيرکتيا (دقت) کچه د څو مترو په حد کې وي، همدارنګه کولای شو د ځای پېژندلو د نړيوال سيستم په مرسته کولای شو د نقشې اخيستلو ، مساحت، عمراني پروژو ، غر څېړل (کوهنوردي) ، ناپېژاندو سيمو ته تلل اوسفر کول ، د بېړيو چلول، د ژغورنې عمليات ، زلزلې، اورلګېدنې، سېلابونو او نورو طبيعی پېښو پر مهال ګټه واخلو. هر څوک چې وغواړي چېرته سفر وکړي دغه سيستم ته اړ دي. د دغه سيستم د رانيوونکو ټيټه بيه او د هغې د خدمتونو او آسانتياوو په پام کې نيولو سره لري نه ده چې په نږدې راتلونکی کې د نړۍ او په تېره بيا زموږ د ګران هيواد افغانستان ډېر وګړي هغې ته لاسرسی ولري او د هغې په هکله پوهاوی تر لاسه کړي. د(GPS) سګنالونه د لېږدوونکې سپوږمکۍ د ځانګړي کود) (Ephemeris Pseudo Random Code او دکلنی (تقويمي) Almanacد مالوماتي درلودونکی وي. د Ephemeris : مالومات تل د سپوږمکيو د لارې خپرېږي او د سپوږمکۍ د څرنګوالي چې جوړه ده او که ستونزه لري، همدارنګه د اوسني نيټې او زمان د مالوماتو درلودونکی وي. د (G P S) رانيوونکي پرته د دې څانګې د مالوماتو هېڅ درک او پوهه نه لري د پيام دغه څانګه د بنسټيزو مالوماتو په درلودلو سره د ځای پېژندلو لپاره ډېر اړين شمېرل کېږي. Almanac: دا هغه مالومات له ځان سره لېږدوي چې د سپوږمکۍ د مدار د پېژندلو او د سيستم د نورو سپوږمکيو د پېژندګلوۍ مالومات له ځان سره لري اوس کولای شو د (GPS) دکار څرنګوالی وڅېړو، هره سپوږمکۍ يو پيام لېږدوي چې په روانه او ساده توګه وايي زه د(x) سپوږمکۍ يم، اوسنۍ ځای (موقعيت) مې د (y) دی او دا پيام د (z )په وخت لېږل شوی دی. که هرڅو دا يو ډېر آسانه او ساده شکل لېږدول شوی پيام دی، مګر کولای شو د سيستم د بشپړو کارونو په هکله مالومات ولري. د (GPS) رانيوونکی پيام اخلي د Almanac او Ephemeris د ټوليزو اطلاعاتو د خپرېدو په څانګه کې يې د وروستيو ګټو اخيستلو لپاره زېرمه کوي. همدارنګه دغه مالومات د (GPS) د رانيوونکي د ساعت د تنظيم لپاره هم په کارېږي. اوس د رانيوونکي د موقعيت لپاره اخيستل شوی وختونه د رانيوونکی له وخت سره انډول کوي او د دواړو له توپيره د رانيوونکي واټن د ) (GPS ســـپوږمکۍ ثابتـــوي، دا هغــه کړنلاره ده چې په ځيــرتيــا ســره يې د ( (GPS يو رانيوونکی تر سره کوي. پايله: په پورتني ليکنه کی هڅه شوی تر څو د اوسنی نړی ‌پرمختللی تکنالوژی په لړ کی د ) (GPS په هکله لنډ مالوت را ټول او دګرانو همسلکانو د پوهاوی د لوړتیا لپاره وړ اندی شول هیله مندیم اغیزمن او د پام وړ بلل شوی وی. اخځليکونه :۱- راديو سکنال جلد اول ۲- مدارهای ميکرو الکترونيک جلد اول پوهنيار ننگيالی فهيم