هسپانیا د پراخو اورونو له ګواښ سره مخ ده
د هسپانیا چارواکي خبرداری ورکوي چې په هېواد کې د اور د پراخېدو وضعیت اندېښمن دی. تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۴ اورونه بل شوي او ځینې نور هم د پراختیا په حال کې دي، چې له کبله یې ۷ کسان مړه شوي او پراخې ځمکې سوځېدلي دي.
په ګالیسیا کې څو اورونه سره یو ځای شوي، چې د سړکونو او اورګاډو پټلۍ تړل اړ کړي. لومړي وزیر پېدرو سانچېز ویلي، چې نویو اورونو ته هم باید جدي پام وشي.
اورونه په کستیا او لیون کې هم بل شوي، چې په څو ساعتونو کې زرګونه هيکټاره ځنګلونه سوځېدلي، که څه هم اوس د اور سرعت لږ کم شوی دی. سږ کال تر دې دمه په هسپانیا کې له ۱۵۷ زره هيکټاره زیات ځنګلونه اور اخیستي دي.