دميدان وردګ ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست له لوري د دليکوالانو، شاعرانو دلاهمغږې په موخه غونډه ترسره شوه.
په دغې غونډه کې دولايتي اداري دځينو مسؤلینو ترڅنګ دولايت مرستيال والي ښاغلي الحاج مولوي سيدالرحمن حافظ " هم ګډون کړي وه.
مسؤلينو دغونډې ګډونوالو ځوانانو او ليکوالانو ته په خطاب کې ويناوې وکړې: داسلامي نظام دبقا په موخه يې قلمي مبارزه لکه دشل کلن جهاد په څير اړينه وبلله او زياته يې کړه داسلامي نظام دبقا، دټولنې ديوالي او شرعي احکامو څخه ددفاع په موخه په يوه منسجم فکر فکري اوقلمي مبارزه دحق مشروع سنګر دي چې کولاى شي ټولنه دمنفي افکارو له تيارو څخه د رڼالور ته هدايت کړي.
بل لور قاري احسان احسان دملي راديو تلويزون آمر دټولو ځوانانو څخه داسلامي ارزښتونو ددفاع په پار دفعالې ونډې اخستلو په پار مننه وکړه.
او په نورو ځوانانو يې غږ وکړ دغه برخه په خپلو ليکنو،او اشعارو، لا پياوړې کړي.