کور او ښار جوړولو ریاست؛ ننګرهار کې د صحي محصولاتو د لابراتوار او درملو د کیفیت د پروژې چارې پیل شوې.
د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم ریس مولوي محمد نبي سعید وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د صحي محصولاتو د لابراتوار او درملو د کیفیت د پروژې ودانیزې چارې وڅارلې.
ښاغلي مولوي سعید وویل، یاده پروژه چې پخوا یې چارې په ټپه ولاړې وې، اوس د دې پروژې چارې بیا پیل شوې دي.
د نوموړي په خبره، د دې پروژې قراردادي شرکت مسؤلینو ته یې لازمې سپارښتنې کړي، تر څو چارې د نقشې مطابق په ټاکلي وخت تر سره کړي.
دا زارت په خپله خبرپاڼه کې وايي چې دوی تل هڅه کوي، چې د هیواد دننه ټولې ودانیزې پروژې د انجینري نورم او ستندردونو په نظر کې نیولو سره ترسره کړي.