لغمان کې د ۲۰۳ جریبه ځمکې لپاره د سبزیجاتو اصلاح شویو تخمونو د ویش لړۍ پیل شوه
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو او د ازبکستان هېواد د مالي همکارۍ په چوکاټ کې د لغمان بزګرانو ته د سبزیجاتو د اصلاح شویو تخمونو د ویش لړۍ رسماً پیل شوه.
یاد بهیر د ولایت مرکز مهترلام په ګډون د الینګار، الیشنګ، بادپښ او دولتشاه ولسوالیو په کچه د څه باندې ۲۰۳ جریبه کرنیزې ځمکې لپاره پلان شوی دی. د دې پروګرام موخه د کرنیزو حاصلاتو لوړول، د بزګرانو اقتصادي پیاوړتیا، او د سبزیجاتو د کر کیلې پراخول دي.
په دې لړۍ کې هر بزګر ته د لاندې سبزیجاتو اصلاح شوي تخمونه ورکړل شول:
-
۶۰۰ ګرامه خټکی
-
۶۰۰ ګرامه کدو
-
۴۰۰ ګرامه توربانجان
-
۴۰۰ ګرامه ګازرې
-
۴۰۰ ګرامه رومي بانجان
-
۴۰۰ ګرامه کرم
د تخمونو د ویش دا پروسه د کرنې ریاست رئیس مولوي عبدالستار محمد په لارښوونه، د کرنیزو چارو آمر انجنیر بریالی همدرد، د عشر او زکات ترغیبي او عبوري مدیر مولوي ادریس حماس، او د کرنیزو چارو مدیر انجنیر آمین الله تکل له خوا د مهترلام له بزګرانو سره په عملي ډول پیل شوه.
د ویش پر مهال، آمر انجنیر بریالی همدرد بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو پر ګټو او کرنیزو اصولو خبرې وکړې. نوموړي وویل: "دا اصلاح شوي تخمونه لوړ حاصل ورکوي، د ناروغیو پر وړاندې مقاومت لري، او د بازار غوښتنو سره همغږي محصولات تولیدوي. هیله ده چې بزګران دا تخمونه د علمي او تخنیکي لارښوونو مطابق وکري، ترڅو غوره پایله ترلاسه کړي."
د یادې مرستې تمه دا ده چې د خوړو خوندیتوب، د سبزیجاتو تولید پراخوالی او د بزګرانو عواید زیات کړي، او په ټولیز ډول د لغمان کرنیز سکتور لا پیاوړی کړي.