slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

اسلام‌اباد ته د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د سفر په لړ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې نوموړي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیراسحاق ډار سره لیدلي دي. دواړو لورو په سیاسي، سواګریزو او امنیتي برخو کې د متقابلې همکارۍ ژمنه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یک‌شنبه (زمري ۱۲مه) په خپاره شوي بیان کې لیکلي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار څرګنده کړې چې هېواد یې له ایران سره اړیکو ته درناوی کوي او دا اړیکې تاریخي، کلتوري او ديني رېښه لري.

بل‌خوا، د ایران ولسمشر د پاکستان له لوري د ملاتړ قدرداني کړې او ویلي دي چې تهران ژمن دی له اسلام‌اباد سره په بېلابېلو برخو کې خپلې دوه‌اړخیزې اړیکې پراخې کړي.