بلخ کې د پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۷۰۵ پولیس فارغ شول
د بلخ ولایت د پولیسو ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۷۰۵ تنه پولیس له دوو میاشتنیو نظامي او عقیدتي زده کړو څخه فارغ او د هېواد په پنځو شمالي ولايتونو کې به په دندو وګومارل شي. د یادو پولیسو په فراغت غونډه کې د بلخ ولايت مقام مرستيال مولوي نورالهادي ابو ادريس وویل چې د افغانستان اسلامي امارت د مجاهدينو او ځواکونو ټوله سلسه او اصل، د صداقت، اخلاص، مينې او ورورولۍ باندې ولاړه ده او همدا لامل دی چې په ټول هېواد کې په بشپړ ډول امنيت تنګ شوی دی. ابو ادريس زياته کړه «الحمدالله اوسمهال زموږ ځواکونه هر هغه وسلې چې په نظامي برخه کې کارول کېږي ترې استفاده کولی شي او د خپل هېواد د ارضي تماميت څخه په مېړانه دفاع کوي.» ورته مهال د بلخ ولایت د پولیسو ښوونیز او روزنیز مرکز قومندان مولوي محمد صابر الفت وویل چې په تېرو څه د پاسه دوو کلنو کې د شمال زون د پنځو ولایتونو مجاهدینو د بلخ ښوونیز او روزنیز مرکز څخه د مسلکي نظامي او عقیدوي زده کړو سندونو تر لاسه کړي او په اووه دوره کې هم ۷۰۵ تنه فارغ شول چې پر بلخ سربېره به په جوزجان، سرپل، فاریاب او سمنګان ولایتونو کې پر دندو وګومارل شي. په همدې حال کې د بلخ ولايت د پوليسو روزنيز او ښوونيز مرکز څخه فارغ شوي پوليس هېوادوالو ته ډاډ ورکړ چې په نظامي زده کړو سمبال دي او کولي شي چې د ولس امنيت په ښه ډول تامين کړي. د يادونې وړ ده چې د بلخ ولایت له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه په بېلا بېلو دورو کې تر ۱۳ زره پولیس فارغ شوي او بېلا بېلو ولایتونو کې پر دندو بوخت دي.