مالیې وزارت؛ په دريېم پړاو کې د څلورو نورو ادارو متقاعدینو ته د هغوی حقوق ورکوو.
مالیې وزارت وايي چې دتقاعدونو د ورکړې درېیم پړاو به د روان کال لړم میاشتې پر پینځمه پیل شي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې په دې پړاو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت، د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت، حج او اوقافو وزارت او ملي دفاع وزارت متقاعدو جنرالانو ته د هغوی حقوق ورکړل شي.
په خبرپاڼه کې راځي چې له یادو وزارتونو پرته دې د نورو وزارتونو متقاعدین د تقاعدونو د ویش څانګې ته نه راځي تر هغه چې دوی ته ځانګړی مهالوېش نه وي اعلان شوی.
ماليې وزارت ویلي چې د پاتې نورو ادارو نوملیکونه به د روان کال د لړم میاشتې په ۲۵مه اعلان شي. د ځينو سرچینو په وینا ماليې وزارت یواځې هغو متقاعدینو ته د هغوی حقوق ورکوي، چې اسناد یې د محکمې له لورې ارزول شوي وي. دا په داسې حال کې ده، چې متقاعدینو مخکې د خپلو معاشونو د نه ورکړې په اړه شکایت کړی وو.


