افغان غېږ نیونکو د رستمي غېږ نیونې له ۱۸ کلونو کم عمره نړۍوالو او اسیایي سیالیو کې پینځه مډالونه وګټل
د افغان غېږ نیونکو ۱۸ کسیزې لوبډلې د رستمي غېږ نیونې له ۱۸ کلونو کم عمره نړیوالو او اسیایي سیاليو کې یو د طلا او دوه ـ دوه د نقرې او برنزو مډالونه وګټل.
له دغو سیالیو څخه د رستمي غېږ نیونې له ۱۸ کلونو کم عمره نړيوالو سیالیو کې محمد عمر عزیز په ۶۵ کیلو ګرامه وزن کې د روسي، ازبکستاني، قرغزستاني او افغاني سیالانو په ماتولو سره د دغو سیالیو اتلولي وګټله او د طلا مډال ګټونکی شو او جاوېد کریمي په ورته وزن کې خپلو ازبکستاني، ترکمنستاني او قرغزستاني سیالانو ته ماته ورکړه؛ خو د خپل افغان سیال محمد عمر عزیز پر وړاندې یې ماته وخوړه او د نقرې مډال یې وګاټه.
همدارنګه په اسیایي سیالیو کې محمد سخي زاده په ۷۷ کیلو ګرامه وزن کې ۳ پرلپسې سیالۍ وګټلې او د نقرې مډال ګټونکی شو او بلال رحماني او محمد منیر نبي زاده هر یو په ۷۱ او ۶۰ کیلو ګرامه وزن کې د برنزو مډالونه وګټل.
دغه سیالۍ د ۲۲ هېوادونو په ګډون د ازبکستان په کوربهتوب په نکوس ښار کې د روانې هجري میاشتې پر ۷ مه پیل شوې وې او نن پای ته ورسېدې.